سیالكوټ 11 مارچ (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئيلي دي چې ټول قام د 2018 ټولټاكنو نتيجو سره تر نن مخ دي،دا مهال د ټو??و كردار قام ته په ډاګه كېږي،زمونږ په ټولنه كښې اخلاقیات او معاشرتی اقدار تباه شوې دي،په دې ??ړ كښې تيرو 5 كلونو كښې چې لوئ شدت رامخې ته شو??،د دې روش مخنيوي لپاره اقدامات ته اړتيا ده۔تيرو 4 كلونو كښې چې كومه معاشی تباهی شوي د هغې په وجه نن هم هېواد د ستونزو سره مخ دې۔د تحریك انصاف ناقص معاشی پالیسیو له امله د هېواد معیشت ښه والي پلو روانولو له ګامو??ه پورته كوو۔د دې خیالاتو څرګندونه ده ډسټركټ بار ایسوسی ایشن سیالكوټ كښې وكيلانو ته وينا كښې وكړه۔په دې ??وقع د مسلم لیګ ن د قامی اسمبلۍ غړي چوهدری ارمغان سبحانی ،صدر بار مقصود احمد بھټی،جنرل سیكرټری احسن اسماعیل ،نائب صد ر مهر قدیر اكبر پشمول ګڼ شمير وكيلان موجود وو۔د دقاع وزير خواجه محمد آصف د بار غړو ته مخاطب كيدو سره ووئيل وكيلان د عظیم روایات امین او د عدلیې محتسب دي۔ده ووئيل د لیډر كردار د تقلید وړ وي،قائد اعظم د ليډر په حیثیت كردار د تقلید وړ ؤ ،وګړو به د هغه اخلاق خوښول،هغوي به باور لرلو چې دې به ډیلیور كړي۔