انقره 17 فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د زلزلې د لاسه د تركيه تر ټولو زيات ځپلي ښار آديامان دوره وكړه۔ آديامان ته ??ه رسېدو وزيراعظم ته د تجارت وزير مهت موش٬د ټرانسپورټ او انفراسټركچر وزير ع??دل كريس ميلو اوغلو٬د آديامان ګورنر او نورو اعلٰی عهديدارو هركلے ووې۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تركيې په پارلمان كښې د پاكستان تركې فرينډ شپ ډلې چيئرپرسن علي ساهين هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم د خيمو مرستې كهيپ د تركيې چارواكو ته حواله كړو كوم چې د پاكستان سي -130 د لارې رارسېدلې وو۔ وروستو د تركيې ډيزاسټر رېليف اتهارټي(اے اېف اے ډي)لخوا د ر??سك??و روانو هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې په ټولو خنډانو قابو موندلو او ټولو چېلنجونو ته ماتې و??كولو سره به ترك قوم لا مضبوط شي۔ د دې نه پس وزيراعظم د آديامان ښار زلزله ځپليو بېلو برخو دوره وكړه او د پاكستان سرچ اينډ ر??سك??و ډلو سره يۍ خبرې اترې ه?? وكړې۔وزيراعظم د پیشه وارانه پوهې ستائنه وكړه او په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به د ر??سك??و٬رېليف او بحالۍ په هڅو كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ په دې موقع وزيراعظم زلزله ځپليو سره هم خبرې اترې وكړې