اسلام آباد۔16نومبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په لكي مروت كښې د پوليسو په ګاډي د ترهګرو بريد په سختو ټکو كښې غندنه كړې ده په كوم ك??ې چې شپږ پوليس اهلکار شهيدان شوي دي۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شي بيان له مخې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سر?? وزيراعظم ووئيل ملت په خپل وطن ځ??ن قرباني كوؤنكو فرزندانو ته سلام كوي۔ ده ووئيل ترهګر د پاكستان دښمنان دي او ټول پاكستان به د ترهه ګرۍ په ضد يو فولادي دېوال ثابت شي۔ ده ووئيل پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف ډلې كردار ترسره كړې دې۔ وزیراعظم د شهيدانو كورنيو سر?? خواخوږي ښكاره كولو سر?? دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيدانو ته لوړې درجې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم ه??اي?? وكړو چې خېبر پختونخوا حكومت دې شهيدانو ته اعزازونه او شهدا پېكج وركړي۔