اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف ?? پاكستان نوم د فنانشل ايكشن ټاسك فورس(فيټف)ګرے لسټ څخه په ويستلو د لوي څښتن شكر ادا كړے او قام له ئې مباركي وركولو سره وئېلي دي دا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمو??ږ د عظيمو قربانو اعتراف دے٬مونږ تل قامي او رياس??ي ګټې ته ترجيح وركړې٬د ګرے لسټ څخه په ويستلو ?? پاكستان په معيشت٬سفارت او سياست به مثبت اثرات مرتب شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن شكر كوو چې پاكستان د فيټف ګرے لسټ نه بهر شو ٬?? پاكستان سر په هسك كېدو زما سر په سجيده دے ٬ ده ووئېل په نړيوال?? كچه ?? پاكستان د عزت بحالي دې قام ته مباركي شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې دا زمو??ږ د عظيمو قربانو اعتراف دے٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ?? پاكستان هڅې نړۍ منلې دي۔ده ووئيل په فيټف كښې د شاملو هېوادونو مننه كوم چې هغوي ?? پاكستان دريځ تسليم كړو۔ده ووئيل خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬خارجه وزارت٬ټولو اړوندو چارواكو او وزارتونو ته مباركي وركوم٬پاك بوځ٬ډي جي اېم او پشمول ټولو ډلو ته مباركي وركوم۔?? پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په دې كاميابۍ كښې د ځانګړې كردار ستائنه كوم او مباركي وركوم۔وزيراعظم ووئيل د حكومت اتحادي ګوندونو او مشرانو مننه كوم چا چې په بشپړه مرسته دا ممكن كړې٬ الحمدلله! د نواز شريف دور غوندې يو ځل بيا پاكستان د فيټف ګرے لسټ څخه وتلو كښې كامياب شوے۔ده ووئيل د ګرے لست څخه د وتلو به ?? پاكستان په معيشت٬سفارت او سياست به مثبت اثرات مرتب شي او راتلونكې وخت كښې به د هېواد او قام لپاره نورې خوشحالۍ هم رامخې ته شي۔