اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) پا??ست??ن د هندي وزيراعظم د اړخه ګجرات رياست كښې د اولسي لاريون په مهال د هند په غير قانوني تسلط جمو او كشمير په اړه بيان مسترد كړے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې پا??ست??ن د هندي وزيراعظم په مزاحيه انداز كښې دا وئيل چې مونږ د كشمير مسئله په څه ډول حل كړې ، نه يواځي دروغ بلكه ګمراه كن دي او دې څخه دا څرګنده شوې چې د هند قيا??ت جمو او كشمير كښې د زمكيزو حقائق څخه څومره غافل دے۔ بيان كښې وئيلي شوي جمو او كشمير په نړيواله كچه منلې شوي شخړه ده۔په دې اړه 1948 نه تر اوسه قراردادونه د ملګرو ملتونو په ايجنډا شامل دي۔د شخړي حتمي حل لپاره د خپلواكه او منصفانه رائے شميرې به ره د ملګرو ملتونو د قراردونو باوجود هند نه يواځي په دې غير قانوني قبضه كړې بلكه 9 لكھ قابض هندي عسكر ئې د بشري حقونو خلاف ورزي هم كړي۔بيان كښې وئيلي شوي دا يو حقيقت دے چې د هند غير قانوني تسلط لاندې د جمو او كشمير اولس په بهادرۍ سره د هندي ظلمونو مقابله كوي، هند د آبادۍ په تناسب كښې ??دل??ن او د ??سل?? والو د لارې د خپلي قبضې قوي كولو هڅه كوي۔ پا??ست??ن پرله پسې د نړيوالي ورورولۍ خخه غوښتنه كوي چې جمو او كشمير كښې د هند ظلمونو مخنيوي په اړه خپل كردار ??و ذمه وارۍ ترسره كړي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي پا??ست??ن د بشري حقونو تنظيمونو څخه جمو او كشمير كښې د هندي رياستي ترهه ګرۍ غندنه كولو او د 5 اګست 2019 د هند حكومت يو اړخيزه اقدام په سمدستي توګه بيرته اخستو د غوښتني پخلے كوي۔ د جمو او كشمير شخړې يواځنے حل په دې خبره كښې دے چې كشميريانو له په جمهوري ډول د خپلواكۍ حق استعمالولو اجازه وركړې شي د غسې چې هغوي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د رائے خپل حق ولري۔