اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د عمران خان د سائفر په حقله غېر ذمه واره او سازشي بيانيه د ټولو په وړاندې ده٬ پخواني وز??را??ظم د هېواد د مفادو په ضد خطرناكه لوبه كړې او د آفيشل سېکرټ اېکټ خلاف ورزي ئي كړې، د هېواد په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي٬ د سائبر سيكورټي پحقله په قانون سازۍ به اړوندو ډلو او سول سوسائټۍ سره مشاورت كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل پرون راهسې په يو آډيو ليك بحث روان دے چې پكښې تېر وز??را??ظم عمران خان او د ھغوي د نجي سېكرټري خبرې اورېدې شي٬ د پارلمان غړي يا د وز??را??ظم په حېث چې كله سوګند پورته كوي څوك نو دا خبرې لوظ كوي چې قامي مفادات ته به په ذاتي مفادات ترجيح وركولې شي ځكه چې پبلک آفس هولډر له پراخه قامي مفاد له مهمې پرېكړې كول وي۔ ده ووئيل د عمران خان سازشي بيانيه اوس د ټولو په وړاندې ده ٬ ھغه ذاتي مفاد ته په قامي مفاد ترجيح وركړې٬ پخواني وز??را??ظم د سائفر حقله غېر ذمه وره طرز عمل خپل كړے۔ ده ووئيل امريكې سره پاكستان د سفارتي اړيكو اوږد تاريخ لري٬ قام وليدل چې د سازشي بيانيې پېل د كوم ځاے نه شوے٬ پخواني وز??را??ظم ته د ھغه پرنسپل سېكرټري په جار وائي چې سائفر پبلك كېدے نشي٬ خو ھغه ووئيل مونږ له دې سره لوبې كول دي او بيا ئې د دې بيانيې د وړاندې كولو خبره وكړه٬ ده ووئېل پخواني پرنسپل سېكرټري له احساس پكار ٶ چې ھغه د رياست ملازم دے٬ ھغه له د سياسي ګوند اېجنډا وړاندې كول نه وه پكار ۔ اعظم نذيرتارړ ووئيل حكومت به د سائفر په معامله په قانوني توګه تحقيقات كوي٬ د هېواد په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي٬ ده ووئيل د تېر وز??را??ظم عمران خان آډيو په سوشل ميډيا موجود ده۔ د قانو?? وزير ووئيل د قامي سلامتيا په كمېټۍ كښې د آډيو ليك د معاملې تفصيلي جاج اخستے شوے او د س??اٶ?? پحقله پرېكړو او د ترجيحات تعين شوے ٬ حكومت په دې لړ كښې د داخله وزير په مشرۍ كښې ??اص كمېټي جوړه كړې چې پكښې به د امنيتي ادارو نمائندګان شامل وي، كمېټي به د دې آډيو ليکس او د خفيه ريکارډنګ جاج اخلي۔