نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډې ته د وينا په مهال د كشمير مسئلې رامخې ته ??ولو سره وو??يل تر كومې د جمو و كشمير پخوانۍ شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس له هيلو سره سمه هواره شوې نه وي په په سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن باوري كېدے نه شي۔ ده وو??يل مقبوضه كشمير كښې د ماورائے عدالت وژنو لړۍ روانه ده او د آبادۍ د تناسب د بدلولو هڅې روانې دي۔ ده وو??يل هند 25 لكه غير كشميريانو ته ??ه كشمير كښې د استوګنې سندونه وركړي۔ د كشمريانو په زمكو او املاكو قبضې كېږي او د كشميري مسلم اكثريت په اقليت بدلولو له تشه د نامې حلقه بندۍ كپږي او دا ټول اقدامات د سلامتي كونسل قراردادونو ٬ د نړيوال قانون سره سره د څلورم جنېوا كنونشن بېخي خلاف ورزي ده۔ ده وو??يل د كشمير مسئله د ډېرې مودې نه حل طلب ده۔ ده وو??يل د هند په شمول د ټولو ګاونډيانو سره امناكه اړيكې غواړو۔ سيمه كښې امن لپاره د كشمير مسئله حل كول ضروري ده ۔ په مقبوضه كښې د هند يو اړخيزه اقدامات سره امن ځپلے شوے ۔ده وو??ېل هند په 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام كړے۔ هند له به په دې ځان پوهه كول وي چې جنګ كوم آپشن نه دے۔ وزيراعظم مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره وو??يل مونږ د حق خود اراديت په هلو ځلو كښې د هغوي د بشپړه مرستې د عزم پخلے كوؤ۔ ده يو ځل بيا دا خبره په ډاګه كړه چې د كشمير مسئلې د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د حل كولو نه غېر سوئيلي آسيا كښې امن نه شي راتللے۔ ده وو??يل د هند په شمول مونږ ټولو ګاونډيانو سره امن غواړو۔ مونږ ګاونډيان يؤ او ټول عمري له به ګاونډيان پاتې يؤ۔ دا پرېكړه مونږ له كول دي چې په امن پاتې شؤ يا جنګ وكړو۔ ده وو??ېل مونږ درې جنګونه كړي چې ورسره غربت او بې روزګاري زياته شوې د۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو د اسلاموفوبيا او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ لپاره په كردار ترسره كولو هم زور راوړو۔ ده وو??يل اسلاموفوبيا يو نړيوال رجحان دے ٬ ملګري ملتونه دې په دې اړه په خپل قرارداد عمل درآمد باوري كړي۔ ده د اسرائيل لخوا د فلسطيني اولس د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د مسجد اقصی د بې حرمتۍ په بندولو هم زور راوړو۔ ده وو??يل پاكستان د 1963 نه وړاندې د جوړو پولو له مخې د فلسطين مسئلې حل غواړي د كومو پايه تخت چې القدس الشريف وي۔ د افغانستان په حقله ده وو??يل پاكستان د يو امن لرونكي افغانستان له خوښي لري۔ ده وو??يل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي ځكه چې د ترهه ګرۍ كوم مذهب نه وي او د دې بنيادي سبب غربت او بې روزګاري ده