اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پ??) صدر ډاکټر عا??ف علوي د علومو ودې او ځوانانو ته جديد او سائنسي علوم د ښودلو په ضرورت زور رواړلو سره و??يلي دي د دې په نتيجه كښې به نه يواځې د هېواد پرمختګ له مرسته تر لاسه شي بلكې د تعليم په څانګه كښې به ځانګړې بهتري راشي، پرمختللي هېوادونه په خپله ژبه وياړ لري، د پاکستان آئين او د سپريم کورټ پرېكړې له مخې خپله ژبه قوي ساتل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په و??ځ په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د انګليسۍ ??بې پحقله د درې ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ د كوم اهتمام چې پوهنتون د امريكې سفارت په اشتراكت سره كړے ٶ۔ د انګليسۍ ??به رامخې ته كېدونكو رجحاناتو پحقله كنفرنس كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم، د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ضياءالقيوم، د تعليم ځائي او غېر ملكي پ????ان?? او د پوهنتونو د بېلا بېلو څانګو مشرانو هم ګډون كولو۔ صدر مملکت ووئيل پرمختللي هېوادونه په خپله ژبه وياړ لري٬ انګليسۍ ??به يو نړيوال حېثيت لري خو اردو زمونږ قامي ژبه ده، د ځينې ژبو د ختمېدو خطر دے او دا ژبې د معدوم كېدو نه ساتلو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت د ژبې او د مواصلات د اهميت ذكر كولو سره ووئيل د خپلې قامي ژبې نه علاوه نورې ژبې زده كول هم ضروري دي٬ ده ووئيل زه د فاصلاتي تعليم مرستيال يم٬ علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د هېواد د تعليم په څانګه كښې د قدر وړ كردار لوبوي او د دې د زده كوٶنكو شمېره د 13 لكهو نه زياته ده٬ ځوانانو ته جديد او سائنسي علوم ښودلو ته اړتيا ده ۔ ډاکټرعا??ف علوي پ?? علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د امريکي سفارت په اشتراك سره د انګلېسۍ ??بې پحقله په شوي كنفرنس د سفارت مننه هم وكړه۔ په دې موقع د امريكې سفير ډونلډ بلوم ٬ د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ضياءالقيوم هم كنفرنس ته وېنا وكړه۔ صدر مملکت د امريكې سفير او د يونيورسټي آف سډني ډپټي وائس چانسلرې ډاکټر جيکولين ته د پوهنتون لخوا سوينئر هم وركړو