اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم خاص سلاحكار انجینئرامیرمقام وئيلي دي حكومت د سېلاب ځپليو بحالۍ له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي٬ په سوات كښې د كال 2010 سېلاب دلاسه هم زيات زيان شوې وو٬ د مصيبت په دې وخت كښې نړيوالو ا??ار?? او فلاحي تنظيمونو بشپره مرسته ??ړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په سوات كښې د ګرډ سټشن پرانستې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په سوات كښې د كال 2010 سېلاب هم د برېښنا تنصيباتو ته زيات زيان رسولې وو٬ دغه وخت هم مونږ برېښنا بحا?? كړې وه۔ ده ووئيل اوسني سېلاب هم د برېښنا تنصيباتو او موبائل فون ټاورز ته زيات زيان رسولې دې۔ ده ووئيل ما اړوندو چارو??كو سره د ځپليو ځايونو دوره ??ړې او كه لويې څښتن ??ه منظوري وي كار به يو وارې بيا ډېر زر پېل شي۔ ده ووئيل وړاندې به سېلاب په يوه خاص سيمه كښې راتلو ولې دا وارې ګرد هېواد د دې د لاسه ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل دې هېواد ته د وزيراعظم شهباز شريف په صورت كښې يو داسې جذبه لرونكې لارښود ترلاسه شوې دې كوم چې پخپله ځپليو سيمو ته ځي او د بحالۍ د كارونو څارنه كوي۔ ده ووئيل په خاص توګه پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم چې د تل پشان د سېلاب ځپليو بشپړه مرسته كړې