نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزي??اع??م محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 77مه غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته رسېدلې۔د وزي??اع??م آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د نيويارك په كے جان اېف كينيډي انټرنېشنل هوائي مېدان په ملګرو ملتونو كښې د ??اك??تان مستقل استازي منير اكرم٬په واشنګټن كښې د ??اك??تان سفير مسعود خان٬په نيويارك كښې د ??اك??تان قونصل جنرل عائشه علي او نورو اعلٰی چارواكو د وزي??اع??م محمد شهباز شريف هركلے وكړو۔هغه د ملكه برتانيه الزبته دوم په آخري رسومات كښې د ګډون كولو نه پس د برتانيې څخه نيويارك ته رسېدلې۔په نيويارك كښې د اے پي پي نمائنده له مخې د نهې په ورځ به وزي??اع??م شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس لخوا په وركړې شوې استقباليه كښې ګډون كوي۔هغه به د فرانس او سپين صدرانو او د آسټريا چانسلر سره هم ملاقاتونه كوي۔د وزي??اع??م محمد شهباز شريف د اروپائي ائتلاف صدر چارلس مائيكل سره ملاقات او د نړيوال غذائي تحفظ په اړه د سينيګال صدر او د افريقې يونين په كوربتوب كښې د كېدونكو مشرانو په غونډه كښې ګډون هم په ايجنډا كښې شامل دې۔وزي??اع??م محمد شهباز شريف به د شورو په ورځ د آئي اېم اېف منېجنګ ډائرېكټر كرستالينا جارجيو او د نړيوال بانك صدر ډيوډ ملپاس سره هم ليدل كوي۔وزي??اع??م به د تركيې صدر رجب طيب اردوان او د ايران صدر ابراهيم رئيسي سره هم ملاقات كوي۔هغه به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدر ساباكوروسي سره ملاقات كوي او د امريكې صدر لخوا وركړی شوې استقباليه كښې د ماسختن په مېلمستيا كښې ګډون كوي۔وزي??اع??م به د فن لينډ صدر سائولي ني نيستو سره ملاقات كوي او د تركيې صدر او د هغه د كور ودانې په اعزاز كښې به د ماسپخښين مېلمستيا وركوي۔د مائيكرو سافټ مؤسس بل ګېټس٬ د ملګرو ملتونو مشر٬د چين صدر او د جاپان وزي??اع??م سره ملاقاتونه هم د وزي??اع??م په ايجنډا كښې شامل دي۔وزي??اع??م شهباز شريف به د لكسمبرګ وزي??اع??م زاویئر بیټل او د ملائېشيا وزي??اع??م اسماعيل ص??بر?? يعقوب سره هم ملاقات كوي۔وزي??اع??م به د نړيوال ابلاغ ذريعو سره خبرې هم كوي۔وزي??اع??م شهباز شريف به د ستمبر په 23مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب هم كوي