اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) په ټول هېواد ??ښې د پشكال بارانونو او سيلاب له امله د مړو شميره 1486 ته رسيدلې ده، د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 5 كسان مړه شوي،د بارانونو موسم پيل كيدو نه تر اوسه 12,749 كسان ژوبل شوي۔ نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) د معمول په بنياد د 24 ساعتو صورتحال رپورټ جاري كړے چې پ??ښې د هېواد بيلو برخو ??ښې د بارانونو په وجه په مجموعي توګه د ځاني ، املاك او بنيادي ډھانچې ته د رسيدلي زيان جاج وړاندې شوے۔ رپورټ له مخې بارانونو او طوفاني سيلاب له امله ځپلو سيمو ??ښې ګڼ كسان مړه شوې ۔ بلوچستان قلعه سېف الله ??ښې يو نارينه ، ميرمن او ماشوم مړ شوے دغسې خېبرپښتونخوا (كے پي) ضلع كرم ??ښې يو كس او يو ماشوم مړ شوے او بل يو ژوبل شوے ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال اسلام آباد كيپټل ټيريټري (آئي سي ټي)، ګلګت بلتستان (جي بي)، پنجاب، سندھ او آزاد جمو او كشمير (اے جے كے) ??ښې كومه پېښه نه ده رامخې ته شوي۔د شميرې له مخې د بارانونو له امله 300 كلوميټره سړكونو ته زيان رسيدلے دغسې 10,336 څاروي مړه شوي ٬ بيلو پېښو ??ښې 5,091 كورونو ته زيان رسيدلے۔ خېبرپښتونخوا ??ښې نزدې 6 ډلو سروے پيل كړې كومه چې په 15 ستمبر پيل شوې او تر 15 اكتوبر به بشپره شي۔ سندھ ??ښې به سروے په عملي توګه په 25 ستمبر پيل كېږي