كراچي 15ستمبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير مو??ان?? اسعد محمود هدايت كړے چې صوبائي حكومت سره دې په ګډه قامي او صوبائي سترې لارې بحال كړې شي ٬ د ټولو وسائلو په كارولو دې زر تر زره د هائي ويز او ??ار?? بحالي ممكن كړی شي۔د نېشنل هائي ويز اتهارټي وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وفاقي وزير مو??ان?? اسعد محمود دا هدايات د نېشنل هائي وے اتهارټي د كراچۍ هېډكوارټر دورې او په سندھ كښې د سېلاب ځپلو سړكونو صورتحال په اړه د بريفنګ په مهال وركړې۔د مواصلات وفاقي سېكرټري او د اېن ا??چ اے چيئرمېن كېپټن_ر(خرم آغا٬علامه راشد سومرو هم د مو??ان?? اسعد محمود سره وو۔وفاقي وزير ته د سېلاب له امله د هائي ويز په صورتحال د مواصلات سېكرټري كېپټن(ر)خرم آغا او د ساؤته زون ممبر منير احمد ميمن تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ووئيل انډس هائي وے د سېلاب له امله تراوسه ځپلې ده٬په مهران هائي وے د سنګل ټريك په سبب هيوي ټرافېك نشي چلېدلے۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول د انډس او مهران هائي وېز لوډ په نېشنل هائي اچولے شوے او د نېشنل هائي وے 70 فيصد برخه هم د سېلاب له امله ځپلې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د اېن ا??چ اے عمله شپه ورځ د نېشنل هائي وے پشمول د نورو سترو ??ار?? بحالولو په هڅو كښې بوښته ده ۔وفاقي وزير د اېن ا??چ اے په روانو ھڅو د اطمينان څرګندونه وكړه او د افسرانو او عملې هلې ځلې ئې وستائېلې ۔وفاقي وزير ووئيل په سكهر- حېدر آباد موټروے په ترجيحي بنيادونو د كار كولو ضرورت دے