كوئټه 08 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د وزيرا??ظم په سپ??رښ??نه حكومت په سنجيدګۍ سر?? د بې دركه كسانو مسئله حل كوي٬نن وفاقي وزيرانو شازيه مري٬ا??ظم نذير تارړ او آغا حسن سر?? زه خپلو مئيندو خوئېندو سر?? كتنې لپاره كوئټې ته راغلے يم۔د بې دركه كسانو د كورنيو دړد مې واورېدلو٬په دې وخت كښې د بې دركه كسانو مسئله د ټول هېواد مسئله جوړه شوې٬ دغسې د تېرو 50 ورځو څخه روان پرلت د حكومت په باور وركولو ختم كړے شوے ۔ده د?? خبرې د زيارت په ورځ د كوئټې په وزيراعلٰی هاؤس كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي وزيرانو شازيه مري٬ا??ظم نذير تارړ او آغا حسن سر?? يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل د بې دركه كسانو خپلوانو او سياسي ګوندونو د حكومتي كمېټۍ مرسته كړی۔د حكومت هڅه ده چې د بې دركه كسانو خپلوان بېرته پرلت له رانشي۔د بې دركه كسانو د بازيابۍ مسئله په مېډيا كښې نشي اوپن كېدے ۔ ده ووئېل د جسټس(ر)جاوېد اقبال په مشرۍ كښې جوړ شوي كمېشن هغه كار ونه كړو د كوم چې هيلې و??۔ده ووئيل په دې وخت كښې ټول قام د سېلاب مقابله كوي خو د عمران خان د شر نه څوك هم بچ نه دي۔د تحريك طالبان پشمول هر چا سر?? به د آئين له مخې خبرې كېږي