سكهر 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د با??انونو او سېلاب له امله د ځپليو مرستې لپاره د سندھ حكومت ته د 15 اربه روپو ګرانټ وركولو سره وئېلي دي د دې سېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده٬تر څو چې د وروستي ځپلي كور نه وي آباد شوے مونږ به په قلاره نه كېښنو۔مستحقو كورنيو سره به په سپيځلې ډول مرسته كولې شي٬ځپليو ته په سمدستي توګه د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې 25 ٬ 25 زره روپۍ وركولې شي٬اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے به د شريكې سروے له مخې د زيان اندازه لګوي۔شتمند او كاروباري خلق دې د ځپليو مرستې لپاره د زړه په اخلاص عطيات وركړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په سكهر كښې سېلاب ځپليو او مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د باكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري٬د ??ندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د ??وبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ٬د ??رېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د ??طلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د ??ېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او د جمعيت علماﺀ(ف)لارښود مولانا راشد سومرو هم موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ده د فضاﺀ څخه د صورتحال جاج اخستې٬په سندھ كښې د 30 كاله با??انونو رېكارډ مات شوے ٬سېلابونو هر خوا ته تباهي كړې۔په سندھ٬بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او سوئېلي پنجاب كښې بېلا بېلې سيمې په اوبو كښې ډوبې دي۔په جنوبي پنجاب كښې په ډېره غازي خان او راجن پور كښې سېلاب زيات زيان رسولے ۔تراوسه په سېلاب كښې د 900 نه زيات كسان په حق رسېدلي٬فصلونه او كورونه تباه شوي٬څاروي سېلاب وړي٬د ??ېلاب تباهي د كال 2010م د سېلاب نه څو چنده زياته ده۔وزيراعظم ووئيل پاكستان زمونږ پیژندګلي ده٬نن كوم سندهې٬بلوچې٬پنجابې او پښتون نشته ټول پاكستانيان دي او په ګډه دې د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره كار وكړي۔ده ووئيل سندھ ته 86 زره خيمې وركړې شوي۔په څلورو ورځو كښې به 15 لكه د ماشو مخ نيوي جالې هم وركړی شي