اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ټانك كښې د پوليو كاركنانو په ډل?? د ترهګرو د ډزو غندنه كولو سره وئيلي دي د قام د بچو د صحت د دښمنانو خاتمه به كوو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې و??يراعظم په ټانك كښې د پوليو كاركنانو په ډل?? د ترهګرو د بريد سخته غندنه وكړه او شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې. وزيراعظم د ټانك د كوټ اعظم سيمې په كچه آبادې كښې د سپاهي پيررحمان او سپاهي نثار خان په شهادت خواشيني وښودله. وزيراعظم د شهيدو شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره د غمرازې څرګندونه وكړه او وې و??يل د ترهګرې په ضد پوليس لوئې قربانې و??كړي، شهيدانو ته سلام كوو. وزيراعظم ووئيل د پوليو په كاركنانو بريد كوونكي د قام بچي معذورول كول غواړي. د قام د بچو د صحت د دښمنانو خاتمه به كوو. وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو او د دوي كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه