اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر د المان په برلن ښار كښې د كېدونكي اېف اے ټي اېف په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې پھ ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د كال 2018 او 2021 اېف اے ټي اېف ايكشن پلان له مخې د پاكستان په پېشرفت غور كولې شي۔غونډه به د اېف اے ټي اېف انټرنېشنل كوآپرېشن ريويو ګروپ(آئي سي آر جي)سفارشات جائزه اخلي۔وزيرمملكت حنا رباني كهر د پاكستان قامي اېف اے ټي اېف رابطه ك??ېټۍ مشره هم ده او هغه به د اېف اے ټي اېف نوې او موده تر??ره كونكي مشرانو نه علاوه ايګزېكټو سېكرټري او د غړو هېوادونو پلاوي مشرانو ??ره هم ملاقاتونه ك??ي چې پكښې به دا هغوي د اېف اے ټي اېف دواړو ايكشنز پلان بشپړېدو لپاره د پاكستان لخوا د شويو شاندار پېشرفت څخه هم خبروي۔وزيرمملكت به د دورې په مهال به د پاكستان المان دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښې د المان چارواكو ??ره ملاقاتونه هم كوي۔د خارجه چارو وزير مملكت ??ره د اعلٰی كچ پلاوې هم دې۔المان د 13 نه تر 17 جون په برلن كښې د اېف اے ټي اېف غونډو كوربتوب كوي