اسلام آباد۔9??ون(اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چي د خېبرپښتونخوا اولس سره مو كړې خپل لوظ پاللې دې٬ د اېبټ آباد او پيښور نه پس به ډير زر د صوبې نورو برخو ته هم د ارزانو اوړو رسول پېل شي٬ په خېبر پختونخوا كښې د تېرو اتو كلونو نه د پرمختګ ځڼدولې شوې عمل به يو وارې بيا مخ په وړاندې روانولې شي۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ونګ لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه سياسي او اولسي چارو لپاره خپل صلاحكار انجينئر امي?? مقام سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د خېبر پختونخوا اولس سره مو چې كوم لوظ كړې وو هغه مو پاللې دې۔ د اېبټ آباد او پيښور نه پس به ډير زر د صوبې نورو برخو ته هم د ارزانو اوړو رسول پېل شي٬ په خېبر پختونخوا كښې د تېرو اتو كلونو نه د پرمختګ ځڼدولې شوې عمل به يو وارې بيا مخ په وړاندې روانولې شي۔ وزیرِ اعظم هدايت وكړو چې په خېبر پختونخوا كښې د صوبائي حكومت د بدانتظامۍ ځپلي اولس مسئلې دې زر تر زره حل كړې شي او په خېبر پختونخوا كښې دې پارټي تنظيم فعاله كړې شي۔ انجنئیر امی?? مقام د خېبر پختونخوا اولس ته د ارزانو اوړو وركولو لوظ په پاللو وزيراعظم ته د عق??دت پېرزوينې وړاندې كړې۔