ملګري ملتونه 26 اپرېل (??ے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې د خپلواكه ??لس??يني رياست د قيام په بنياد دوه رياستي حل د مېنځني ختيځ د شخړې يواځنې حل دے، د روژې په مهال په مسجد الاقصٰی كښې په ??لس??يني لمونځ كوونكو د اسرائيل بريدونه د بشري حقونو د قوانينو او انساني اصولو سختې خلاف ورزې دي او بايد دا ختم شي. دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي م??ير اكرم په سلامتي كونسل كښې د مېنځني ختيځ په صورتحال د بحث په مهال په خپله وېنا كښې كړې دي. ده په مقبوضه بيت المقدس كښې د اسرائيل لخوا د سلګولو په شمېر ??لس??ينيانو په تشدد او د ګڼ شمېر وګړو په شهادت سخته اندېښنه وښودله. ده ووئيل چې د قابض رياست اسرائيل او د مقبوضه او مظلوم ??لس??يني اولس ترمېنځه كومه اخلاقي، قانوني يا سياسي برابري نشته. ده ووئيل چې د اسرائيل قبضه په ځائ ساتلو سره به په دې مقدس خاوره امن رانه شي.