اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات(يو اے اي)سفير ح??اد عبيد ابراهيم سليم الزاهبي د نهې په ورځ د خزانې وزارت كښې ملاقات كړے ۔په دې موقع و??اقي وزير او د يو اے اي سفير د دواړو هېوادونو د شريكو اړيكو په بېلو اړخونو خبرې وكړی۔دوي د دواړو هېوادونو په مستحكمو اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د خزانې وزير شوكت ترين د هېواد معاشي پرمختګ او خوشحالۍ باوري كولو په اړه په شوو حكومتي اقداماتو رڼا واچوله۔په دې موقع د يو اے اي سفير ح??اد عبيد ابراهيم سليم الزاهبي ووئيل متحده عرب امارات پاكستان سره شريكو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل د تجارت٬سرمايه كا??ۍ او مذهبي سېلګرۍ پشمول په بېلو څانګو ك??ې به د دواړو هېوادونو شريكه مرسته لا مستحكمه شي