اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د خزانې ا?? محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د تېلو بيعې ز??ات??دو باوجود هم اولس لپاره لويې پېكج اعلان كړے٬ د وزيراعظم اولس لپاره د رېليف پېكج اعلان سره د اپوز??شن په څېرو خفګان او يره ښكاري ٬تر بجټ به د پېټروليم مصنوعات او د برېښنا بيعې نه زياتولو لوظ پوره كوو۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل اپوز??شن د حكومت په يو اقدام هم نه خوشحالېږي٬وړومبې به هم دې خلقو وئېل حكومت اولس ته رېليف نه وركوي٬په نړۍ كښې د تېلو بيعې مخ په ز??ات??دو دي خو حكومت اولس ته رېليف وركولو لپاره په بيعو كښې د كمي اعلان كړے ۔دې سره اپوز??شن نه پوهېږي چې چرته پټ شي۔ده ووئيل په روسيه د نړيوالو بندېزونو له امله به د غنم?? او ګاز فشار زيات شي٬پاكستان ته به د روسيې څخه ارزان غنم ترلاسه كېدل٬كه مونږ د هغه ځاې نه غنم رانه وړل نو بيا به د كوم بل ځاې نه د اخستو بندوبست كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برېښنا په بيعه كښې د كمي به په جي ډي پي هېڅ آغېز ونه شي٬د برېښنا بيعه ارزانولو سره آئي اېم اېف سره د لوظ نامې خلاف ورزي نه ده شوې۔ده ووئيل شپه په شپه اولس ته د رېليف وركولو پريكړه نه ده شوې٬مونږ د تېرو دوو دريو مياشتو نه په دې كار كولو