لاهور۔28فروری(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي وئيلي دي ??ې د كومه هم هېواد په پرمختګ كښې هنرمندې مېرمنې بنيادي رول لوبوي ٬ مثالي رياست جوړولو ل?? به مېرمنو ته د هغوي حقونه وركول وي ٬ په پاكستان كښې د مېرمنو ل??يه مسئله په ميراث كښې هغوي ته حقونه نه وركول دي ٬ آل پاکستان وېمن اېسوسی اېشن د مباركۍ مستحق دې چې هغه د مېرمنو حقونو ل??اره شپه او ورځ كار كوي٬ د مېرمنو هر لحاظ سره قوي جوړول د موجود?? حكومت ويژن دے۔ هغې د آل پاکستان وېمن اېسوسی اېشن (اپوا) 73 مې تاسيس ورځې په موقعه دستورې ته خطاب كولو۔ ثمينه عارف علوي ووئيل مېرمنې بايد په ټولنه كښې عزت سره د پاتې كېدو هنر زده كړي او دوئي د عزت بايد كله هم سودا ونكړي۔ هغه ووئيل د دې تنظيم دائره كار به لا پراخا كول وي دغسې چې مېرم??ې د زده كړو او روغتيا په څانګه كښې خپل كردار ترسره كړې شي۔ هغې ووئيل دا مهال 55 فیصده مېرمنې بنيادي آسانيو څخه مرحومه دي او مثالي رياست جوړولو ل?? به مونږ له مېرمنو ته بنيادي حقونه وركول دي۔ دې نه وړاندې د اپوا چيئرمېن روحی سید د تنظيم په اړه بريفنګ وركړو۔ وروستو د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو مېرمنو ته بېګم ثمينه علوي شيلډز او مېډلز وركړل۔