اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاحكار ډاكتر معید ??وسف وئيلي دي چې پاکستان میچور ریاست دې او امن زمونږ وړومبې مقصد دې،د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښه اړيكې غواړو ، روس او نړغ ته مو وئيلي چې پاکستان به د كوم زیروسم پالیسۍ برخه نه ګرځي ، نړۍ ته ښكاري چې د پاکستان څه اهمیت دې او د وزیراعظم عمران خان د روس دوره د پاکستان د اهمیت ثبوت دې۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل نړۍ د يو بل سرد جنګ متحمل كيدې نشي،دا مهال بايد پرمختللي هېوادونه زياته مرسته وكړي ،كله چې څه تنائو راځي نو پرمختګ كونكې هېوادونو زيان كېږي ، پاکستان د کیمپ سیاست په ضد دې ، پاکستان بيا بيا وئيلي چې نړۍ له په ګډه مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده،غواړو چې نړۍ د پاکستان جیواکنامك لوکیش استعمال کړي۔ډاكټر معید ??وسف ووئيل د وزیراعظم عمران خان د روس دوره وړاندې څخه ترسره شوې وه ، د كوم بلاك برخه نه ګرځو ، وزیراعظم د روس دورې نوعیت دوه اړخيزه دې، د چين دورې په مهال هم ??قتصادی او د کنکټیویټي خبره شوې ، روس سره به هم په د غه چارو خبره كېږي، پاکستان د روس سره تجارت کم دې ،پ?? دې اړه به هم ??بره كېږي۔ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان دورہ نه يواځې پاکستان بلکه د روس لپاره هم مهمه ده، پاکستان عمر له د شخړو د پوځي حل په ضد ؤ ، وزیراعظم عمران خان عمر له وئيلي چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري،مونږ د خبرو اترو د لارې د مسئلو په حل كولو باور لرو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان نړۍ سره تلل غواړي او مونږ عمر له په ګډه كار كولو په حاجت زور راوړې،د هند منفی رویه نړۍ ته په ډاګه شوې او هم ??غه وجه ده چې د هغوې موقف ته ماتې ??وې،د مودی حکومت جارحانه پالیسو په سوب هند پخپله د تباهۍ پلو بوتللې دې۔ده ووئيل كوم هم هېواد چې د كشمير مسئېل د حل كولو خبره كوي پاکستان به ئې هركلې كوي ۔ ډاكټر معید ??وسف ووئيل پاکستان د اقتصادی او معاشی ګټو ترلاسه كولو لپاره د افغانستان د لارې د اسياﺀ ، مينځني او ختيز او تر اروپا راهداري غواړي،دې سره به نه يواځې پاکستان بلکه ټولو هېوادونو ته ګټه وشي۔