اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) سېنېټ كښې بېلو غړو وئيلي دي افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كېږي،نړيواله ورورولي دې په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ د ګل په ورځ سېنېټ په غونډه كښې سنېټر مشتاق احمد په افغانستان كښې په بدل شوې انساني بحران او افغانستان كښې ياد شوې انساني بحران مخنيوي لپاره د سيمه ايز امن او سلامتيا په لړ ك??ې د پاكستان په كردار بحث كښې ووئي?? افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كېږي،هر يو كس د لوږي تندې ښكار دے ، امريكې ?? افغانستان 9 ??رب?? ډالره منجمد كړي چې ورسره صورتحال خراب شوے ، افغان اولس د بې روزګارۍ او وچ كالۍ ښكار دے ۔ سېنېټر شيري رحمن ووئيل بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې مرستې لپاره خپلي ذمه وارۍ پوره كړي ۔ دې ووئيل د هند په پوله د جنګ بندۍ په اړه اشتعال انګيزي كېږي ۔ سېنېټر رضا رباني بحث كښې ?? افغانستان صورتحال او مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه رامخې ته كړل ۔ سېنېټر مشاهد حسين سيد ووئي?? افغانستان تر ټولو لوئ انساني بحران سره مخ دے ، افغانستان كښې مرستې لپاره بايد د سماجي تنظيمونو كنسورشيم جوړ شي۔ده ووئيل هند چې كله ?? افغانستان لپاره د غنمو مرستې اعلان وكړو نو مونږ په بشري بنيادونو هغوې لپاره د واهګه پوله پرانستله ، نړيواله ورورولي او په خاص توګه اسلامي هېوادونه ??ې خپل كردار ترسره كړي۔ سېنېټر اعجاز احمد چوهدري ووئيل هند په پاكستان كښې ترهه ګري كوي ، وزيراعظم عمران خان ?? افغان جنګ په اړه وئيلي وؤ چې دا پخوانے جنګ دے ، بايد مونږ په دې كښې شامل نه شو ، پاكستان دوحه خبرو اترو له هم سهولت وركړے ، وزيراعظم عمران خان امريكې ته ايبسلوټلي ناټ وئيلے ۔ دغسې سېنېټر دنيش كمار او سېنېټر حاجي هدايت الله هم په بحث كښې برخه واخسته۔