اسلام آباد۔7فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې د پاكستان او افغانستان سباؤن يو بل سره تړلې دې ٬ د افغانستان په ضد خبره كوؤنكې د پاكستان دښمن او د افغانستان خا??رې څخه د پاكستان په ضد كارروائي كوؤنكي د افغانستان خېر خواه كېدې نه شي٬ د وزيراعظم عمران خا?? د چين دورې په ايجنډا كښې افغانستان تر ټولو وړاندې وو ، وزیراعظم افغانستان لپاره د او آئي سي د پلېټ فارم متحرك كولو تاريخي ګام پورته كړې دې۔ د ګل په ورځ د مسلم هېنډز لخوا د افغانستان اولس ريليف لپاره د م??ست?? سامان وړونكې د شلو ټركونو قافلې روانېدو په موقعه خبرو كښې هغه ووئيل د مسلم هېنډز لخوا افغان اولس لپاره 20 ټركه د م??ست?? سامان لېږل كومه نوې خبره نه ده ٬ دوئي ټول عمري په افغانستان كښې په هره موقعه د م??ست?? هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ هغه هيله ښكاره كړه چې نورې د خېر ښېګړې نړيوالې ادارې او اېن جي اوز به هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل د افغانستان او پاكستان سباؤن يو بل سره تړلې دې۔ د افغانستان په ضد خبره كوؤنكې د پاكستان دښمن او د افغانستان خا??رې څخه د پاكستان په ضد كارروائي كوؤنكي د افغانستان خېر خواه كېدې نه شي۔ هغه ووئيل افغانستان لپاره وزيراعظم عمران خا?? د او آئي سي پلېټ فارم متحركم كولو يو تاريخي ګام پورته كړې دې۔ د افغانستان په صورتحال د او آئي سي يو كنفرنس هم كېدونكې دې۔ په دستوره كښې د مسلم هېنډ چيئرمېن سید لخت حسنېن په شمول پارليماني غړي او نور اړوند چارواكي هم موجود وو