کراچۍ 30 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې بېګم ثمين?? عارف علوي وئيلي دي چې حکومت د روغتيا په زړه پورې خدمات وركولو ته خاص پاملرنه كوي٬ زده كوٶنكي دي د خپلې زده كړې عملي اړخونو او دائره كار ته يو شان پام وكړي دغسې چې تعليم نه پس ملازمتونه ترلاسه كړۍ شي، د اقراء پوهنتون انتظاميه دې په اولس كښې شعور ب??دارولو لپاره كم پرمختللې سيمو كښې هم د صحت پحقله كېمپ ولګوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اقراء پوهنتون د نارته كمېپس زده كوٶنكو او استاذانو ته د پوهنتون تر سېوري لاندې د جسماني تندرستۍ پحقله د پوسټر سازۍ مقابلو په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔ لومړۍ مېرمنې په دې لړ كښې د زده كوٶنكو٬ استاذانو او د پوهنتون د انتظاميې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ بېګم ثمين?? عارف علوي د پوهنتون زده كوٶنكو مشوره وركړه چې ھغوي دې د خصوصي ماشومانو ښه صحت په ځائ ساتلو لپاره د احتياطي تدبيرونو په اړه شعور ب??دارولو لپاره هم كار وكړي۔ د دې نه وړاندې بېګم ثمنه علوي د پوسټر سازۍ د مقابلې جاج واخست او د ګډون كوٶنكو په پوسټرز كښې ئې خوښي ښكاره كړه۔ په دې موقع د پوهنتون لخوا لومړۍ مېرمنې ثمين?? عارف علوي ته شي??ډ وړاندې كړې شو۔ د دې نه پس بېګم ثمين?? عارف علوي د مقابلې فاتح او رنر آپ ته شي??ډ وركړو