اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې د مسيحي ټولنې د كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان جوړولو لوي مقصد د اقليتونو د حقونو تحفظ و، قائداعظم محمد علي جناح د اګست په 11مه نېټه كال 1947م كښې آئين ساز اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې واضحه كړې وه چې د پاكستان په رياست كښې به د اقليتونو حقوق په مكمل توګه تحفظ لري. د “اے پي پي” تر سيوري لاندې د كرسمس ??ستورې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د كرسمس ??لچسپ او زبردست تاريخ دے، په هره نوې پېړې كښې په كرسمس كښې نوي رنګونه شامل شول، كرسمس ??ل د خوشحالې تهوار ګڼلې شوے. ده ??وئيل چې د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې د مسيحي ټولنې مهم كردار دے، د پاكستان په سباٶن كښې به د اقليتونو كردار لا ستائيلې شي. ده ??وئيل چې داسې دستورې ضروري دي چې دغسې خلقو ته معلومه شي چې په رياست كښې د ټولو اقليتونو خلق شامل دي. د اطلاعاتو وفاقي وزير د اطلاعاتو په وزارت او اے پي پي كښې د كرسمس ?? دستورې كولو ستائنه كولو سره مسيحي ټولنې ته د كرسمس ?? خوشحالې مباركي وركړه. په دې موقع د اطلاعاتو وفاقي وزير د كرسمس كېك پرې كړو او مسيحي مل??زمينو ته ئې سووينئر هم وركړل. په دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد، د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر مشبر حسن، د انفارمشېن سروس اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل سعيد جاوېد، د اے پي پي اېګزېكټو ډائرېكټر عديله رباب، مسيحي مل??زمينو او د دوي د كورنيو پشمول نور خلق هم موجود وو.