اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) سرلښ??ر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود ملاقات وكړو. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوې خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا، د افغانستان په اوسني صورتحال او دوه اړخيزه دفاعي اړيكو خبرې وشوې. سرلښ??ر جنرل قمر جاوېد باجوه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 19مه غېر معمولي غونډه په اسلام آباد كښې په رابللو د سعودي مشرتابه مننه وكړه. سر لښكر ووئيل چې د او آئي سي د غېر معمولي غونډې په نتيجه كښې به افغانستان د زياتېدونكي د امنيت او انساني بحران څخه بچ كولو ل??ار?? د نړيوالو هڅو مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته وشي. جنرل قمر جاوېد باجوه د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان سعودي سره خپلې تاريخي او د ورورلې اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په اسلامي امت كښې د سعودي ځانګړې مقام مني. ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې استحكام ل??ار?? د كشمير د شخړې سوله ايز حل ضروري دے. سرلښكر ووئيل چې سيمه ايز امن او خو??حا??ي په نظر كښې ساتلو سر?? پاكستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړي??ې غواړي. ملاقات ل??ار?? راغلي معزز مېلمه د افغان صورتحال، د پولې انتظام ل??ار?? په خاص هڅو ، سيمه ايز استحكام ل??ار?? د پاكستان كردار وستائيلو او په هره كچه ئې پاكستان سره د سفارتي اړيكو لا ښه كولو د عزم څرګندونه وكړه.