لاهور 13 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په ټول هېواد كښې د صنعتي پرمختګ لپاره وفاقي او صوبائي ادارې په ګډه كار كوي٬حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتوالي او كاروبار لپاره د ساز ګار ماحول وركړې لپاره اقدامات كوي٬مهمو پروژو ته د پام لرنې سره به په دې كار لا تند كړے شي٬په ګوجرانواله كښې په ريجنل اكنامك ګروته سټرټيجي د عمل نه پس به نورو صنعتوني ښارونو ته هم پرمختګ وركړے شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ګوجرانواله ډويژن لپاره د ريجنل اكنامك ګروته تګلارې د پېشرفت د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن٬شفقت محمود٬وزير مملكت فرخ حبيب٬خاص مرستيال ډا??ټر شهباز ګل٬د ??نجاب اعلٰی وزير سردار عثمان بزدار٬صوبائي وزيرانو مخدوم هاشم جواں بخت٬ميا اسلم اقبال٬د ??نجاب اعلٰی وزير صلاحكار ډا??ټر سلمان شاه او اړوند اعلٰی افسران هم موجود وو۔په غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د پلان له مخې د ګوجرانواله په نړيواله كچه د پروډكشن مركز جوړولو لپاره په پروژو كار په تندۍ سره روان دے٬د ??روژو له مخې د كركيلې٬صنعت او سروسز په څانګو كښې د حكومتي اقدامات سره به تندي رامخې ته شي او سرمايه كاري به زياته شي٬دغسې مهم صنعتونه د سترو لارو سره تړل٬د ??روندګرو پیداوار تر منډيانو رسول٬ د ځنګلونو٬كبانو فارمنګ او د انفراسټركچر ښه پلان د پروژې برخې دي ٬ وزيراعظم ته ووئېل شول سپېشل زون فع??لو?? او دغې ته د څرمنې صنعتونه د منتقل كولو كار په تندۍ سره روان دے٬د ??ړوكې پيمانې صنعت لپاره زون هم فع??لو??ې شي د كوم كار به چې ډېر زر بشپړ كړے شي۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې روانې پروژې دې په ټاكلي موده كښې بشپړې كړې شي