پېنډۍ ۔13دسمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ ??شي?? احمد وئيلي دي چې اپوزيشن كه قانون په لاس كښې نه اخلي نو قانون به هم څه نه وائي٬ د مور او ماشوم روغتون ٬ ناله لئي او راولپنډي رنګ روډ به د دې حكومت په دور كښې بشپړ شي٬ اپوزيشن دې خپل پروګرام د 23 مارچ په ځائ?? په 30 مارچ وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د راولپنډي زچه بچه روغتون دورې نه وورستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه وفاقي پارليماني سېكتر شېخ راشد شفيق هم ده سره وو۔ وفاقی وزیر د روغتون د تعميراتي كار جاج واخست او اړوندو چارواكو ته ئې د كار زر تر زره ترسره كولو هدايت وكړو۔ شېخ ??شي?? ووئيل زچه بچه روغتون د 6 اربه روپو منصوبه ده ٬ ناله لئي د 150 اربه روپو ده ، د دې هم سي اېل ډبليو شوې ده او اوس به د روانې اونۍ په مهال د اېكنك نه منظور كړې شي۔ هغه ووئيل په سائبر كرائم قابو موندلو له سابر ونګ لا مضبوطولې شي٬ په سائبر كرائم ونګ فشار زيات شوې دې او دومره وسائل هم شتون نه لري۔ دې لپاره د د?? په وسائلو كښې به زياتوالې كولې شي٬ په اېف آئي اے ك??ې 500 ملازمين بھرتي كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل په مجموعي توګه د 1100چوكو لپاره 12لکه كسانو اپلائي كړې وه٬ په دې كښې به وخت لګي او دا ټول هر څه به په مېرټ كولې شي۔ په اسلام آباد پوليس كښې به د نورو 2000 كسانو بھرتي هم په مېټرټ كولې شي۔ هغه ووئيل د زچه بچه روغتون راولپندۍ پرانسته به د فرورۍ په 28 مه نېټه د پاكستان وزيراعظم عمران خان كوي۔ د مخالفې ډلې لانګ مارچ په اړه د يوې پوښتن?? په ځواب كښې هغه ووئيل مخالفې ډلې ت?? مو وئيلي دي چې د مارچ په 23 مه نېټه دلته پرېډ كېږي او د ټولو ځواكونو نقل وحركت په جي ټي روډ كېږي٬ په داسې حالاتو كښې كه كومه بدمزګي رامخې ته كېږي نو ذمه وار به ئې مخالفه ډله وي ۔ وفاقي وزير ووئيل ما مخالفې ډلې ته وئيلي چې هغه د?? په 30 مارچ راشي او كه هغوي قانون په لاس كښې نه اخلي نو قانون به هم هغوي ته څه نه وائي۔