اسلام آباد24نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي بايد د اسلام او نبي کريمۖ په نامه سيات ونه ??ړے شي٬ اسلام مونږ ته د امن درس راكوي٬ بېن المذاهب همغږي سوله ايزې نړۍ لپاره ضروري ده٬ محمدۖ نړۍ لپاره رحمت العالمين دے، وزيراعظم عمران خان د رسولۖ رښتونے عاشق دے٬ حكومت د اسلامو فوب??ا پحقله په نړيواله كچه غږ پورته كړے۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ نړيوال بېن المذاهب امن کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا تاثر ناسمه دے چې اسلام د تورې د لارې خپور شوے٬ صوفيا کرامو مونږ د اسلام عظيم مذهب سرهاشنا كړې يو ۔ ده ووئيل اسلام مونږ ته د امن درس راكوي۔ ده ووئيل په سياست كښې هر څيز په مسخ شوي ډول وړاندې كولې شي، دلته هم داسې مسئلې موجود دي۔د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د دې نه ??وي ظلم بل نشي هيڅ كېدے چې د سركار دو عالم حضرت محمدۖ نامه خپلو وړو مفاداتو لپاره استعمال كړې شي۔ ده ووئيل د م??هب په نامه تشدد خوښې مسترد كول زمونږ فرض دے، په دې لړ كښې بايد علماﺀ کرام په قامي توګه خپل كردار ولوبوي۔ده ووئېل په بهرنو عواملو خبره كول د حكومت كار دے۔ دغسې ده په بېن المذاهب امن کنفرنس كولو د م??هبي چارو وزارت او نورو متنظمينو ته مباركي وركړه