اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ټول انسانيت لپاره رحمت دے، د نبي ??خر??لزمان صلی لله عليه وآله وسلم په تعليماتو عمل كولو كښې كاميابي ده، د رحمة للعالمين ات??ار??ۍ جوړولو سره به اسلاموفوبيا پشمول د اسلامي امت د عصري چېلنجونو په مخ نيوي كښې مرسته وشي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د رحمة اللعالمين ات??ار??ۍ په اړه د اسلامي هېوادونو سفيرانو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران خان سفيران د رحمة للعالمين ات??ار??ۍ د وژن او مقاصدو څخه خبر كړل. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ټول انسانيت لپاره رحمت دے، نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د اسلام آفاقي پېغام ټولې نړۍ ته رسولے دے. ده ووئيل چې عدل و انصاف، د قانون حكمراني، د اولس خېر ښېګړه او علم ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه د رياست مدينه بنيادي اصول وو. ده ووئيل چې رښتيني پرمختګ او سماجي ښېګړې لپاره د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د تعليماتو فهم او په عملي ژوند كښې د دې نفاذ ضروري دے. وزيراعظم ووئيل چې د رحمة للعالمين ات??ار??ۍ جوړولو بنيادي مقصد د اجتماعي تحقيق د لارې ځوانان د سوه حسنه د ټولو اړخونو ن?? خبرول او د سوشل او ډېجيټل مېډيا آغېز سره مخ شوي اسلامي تشخص ، اقدارو او د كلتور تحفظ لپاره ضروري مرسته كول دي. ده ووئيل چې رحمة للعالمين ات??ار??ي به په ټوله نړۍ كښې اسلامي سكالرانو سره رابطه كوي او دوي سره به د مسلمانانو ځوانانو په عصري ستونزو خبرې كوي. وزيراعظم د اسلامي هېوادونو سفيرانو ته بلنه وركړه چې دوي دې په دې لړ كښې خپل تعميري خيالات او رائې وړاندې كړي. ده د ده هيلې ??رګ??دونه وكړه چې دې مقصد لپاره به نه يوازې په حكومتي كچه د اسلامي هېوادونو پوهانو ترمېنځه موثر شركت جوړ كړے شي. په دې موقع سفيرانو د وزيراعظم عمران خان د هڅو ستائنه وكړه او په دې لړ كښې ئې د بشپړه مرستې كولو باور هم وركړو.