اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د خاص كسانو لپاره د مهارت په بنياد د ملا??مت موقعو ښه كولو او د لا اسانيو وركولو په حاجت زور رواړے۔ د جمعې په ورځ پي ټي وي نيوز سره خپلې خاص مركه كښې دې ووئيل په ټولنه كښې ټول انسانان يو ډول اهميت او قدر لري، د كومې هم معذورۍ يا كمزورۍ ښكار كسان د قسمت په رحم او كرم نه دي پرښودل ??كار۔دې ووئيل حكومت د خصوص?? كسانو بحالۍ او صحت سهولتونو وركولو پحقله ډېر مثبت او ترقي پسند وژن لري او دا خبره باوري كوي چې دوي له صحت او د ملا??مت غوره موقعې وركړي۔مېرمن ثمينه عارف علوي هېواد كښې د سينې كينسر په حقله د روان خبرتيا كمپائن ذكر كولو سره ووئيل په هېواد كښې د دې ناوړه رنځ په حقله خبرتيا پېدا كولو كښې د ابلاغ ذريعو م??م كردار ترسره كړې كوم چې د ستائنې وړ دے۔دې ووئيل په ماضي كښې د مېرمنو د سينې كينسر په اړه خبره كول هم ګرانه وه٬د كومې په سبب چې دوي د رنځ زر تشخيص او درملنه نشوه كولې خو د خبرتيا كمپائن په نتيجه كښې اوس دا صورتحال بدل شوې۔دې ووئيل په وخت د تشخيص نه كولو او د ناروغتيا په حقله د خبرتيا نه لرلو په سبب د سينې په كينسر اخته د 50 نه تر 70 فيصده مېرمنې د مرګ خلې ته ځي۔وړومبۍ مېرمن ووئيل په اكتوبر كښې زمونږ ډلې په مېرمنو كښې د دې ناروغتيا په حقله خبرتيا راپېدا كولو لپاره بېل پروګرامونه تابيا كړل۔