اسلام آباد 20اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان او امت مسلمه د ټولو ستونزو حل د سيرت مصطفٰی صلی الله عليه وآله وسلم په رڼا كښې راويستل كېدے شي، وزيراعظم عم??ان خان پاكستان د مدينې منورې په طرز د فلاحي رياست جوړولو هڅې كوي چې دغسې په هېواد كښې كمزور او طاقتور لپاره يو قانون وي، وزيراعظم عم??ان خان په دې لړ كښې د موذن كردار ترسره كوي، بايد سياسي ??ون??ونه د وزيراعظم په مشن كښې د هغه ملګرتيا وكړي. د نهې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عم??ان خان لخوا د رحمته للعالمين اتهارټۍ جوړولو پرېكړه خوشبينه ده، بايد دا اتهارټۍ د پاكستان جوړېدو سر?? جوړه كړې شوې وه ځكه ??ې پاكستان هم دې مقصد لپار?? جوړ كړے شوے و ??ې په هېواد كښې د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم لخوا راوړل شوے نظام نافذ شي خو له بده مرغه داسې ونه شول خو اوس وزيراعظم عم??ان خان د دې بنياد ايښې او كه پاكستان په دې پلو مخ په وړاندې لاړو نو راتلونكي نسلونه به د سيرت مصطفٰی ﴿ص﴾ او د هغه د تعليماتو څخه لارښونه ترلاسه كړي. ده ووئيل چې وزيراعظم عم??ان خان په رښتيا پاكستان د مدينه منوره په طرز رياست جوړول غواړي، بايد ټول سياسي ??ون??ونه ، علما او مش??ئخ په دې مشن كښې د هغه ملګرتيا وكړي.