اسلام آباد 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ ك??ې د پاك افغان دوستې ډلې د اېګزېكټو ك??ېټې غونډه د ګل په ورځ وشوه چې پك??ې د وزيراعظم خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب، د قامي اسمبلۍ غړو محمد يعقوب شېخ او محسن داوړ ګډون وكړو. په غونډه ك??ې د كورنيو چارو وزارت، د تجارت، كسټم، سرمايه كارې بورډ، اېف ب?? آر، سټېټ بېنك او د پي آئي اے استازو هم ګډون وكړو. په غونډه ك??ې د پاكستان او افغانستان د ټرانزټ ټرېډ او تجارت په معاملو خبرې وشوې. په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل افغانستان د پاكستان ګاونډي هېواد دے، د دواړو هېوادونو ګټې يو بل سره تړلې دي. ده ووئيل د پاكستان او افغانستان په تجارت او ټرانزټ ټرېډ ك??ې د پولې انتظام ډېر د اهميت وړ دے. ده ووئيل د دې كمېټې غونډه به هره اونې كېږي. كمېټې ته د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محكمې لخوا ووئيل شول د كمېټې لخوا چيف سېكرټري ته د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د بس سروس بحالې سمري لېږلې شوې