اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېل?? دي حكومت ټول پام تجارت او د برآمدات زياتولو ته ??رځولے ٬په افغانستان كښې د امن او د دوه اړخيزه اړيكو استحكام سره به تجارت او برآمدات لا زيات شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د اسلام آباد په هوائي اډه د نجي كمپنو د لارې د راغلې سامان وړومبنۍ پيرې د زمكې د لارې افغانستان ته د لېږلو په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د اسلام آباد هوائي اډې څخه تر افغانستان د بين الملكي 30 ټنه سامان وړومبنۍ پېرا ولېږلې شوه۔د يوې نجي كمپنۍ په تجويز د كسټم څانګې لخوا دا اقدام شوے۔په دې موقع په خپله وېنا كښې د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل دا يوه تاريخي ورځ ده زمونږ حكومت ټول پام تجارت او د برآمدات زياتوالي ته ??رځولے۔ده ووئيل د وړومبې پېرې رسولو عمل پېل شوے٬د نورو هېوادونو څخه افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په بنياد چې كوم سامان راځي هغه به هم د دې كارګو په مرسته وركولے شي۔ده ووئيل په سباؤن كښې به افغانستان سره زمونږ اړيكې لا قوي شي او دې سره به تجارت وده وكړي۔ده ووئيل مونږ ته نه يوازې افغانستان بلكې سيمه ايزې رابطې زياتول دي او دغسې د ازبكستان او تاجكستان پشمول د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتول دي۔