اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي)??زي??اعظم عمران خان وئيلي دي اوسني حكومت په وړومبي ځل د كركيلي څانګې بهترۍ لپاره جامع تګلاره جوړه كړې ٬ په زرعي څانګه كښې جدت او د كروندګرو خوشحالۍ ته حكومت اول پام لرنه كوي ۔ د دې خيالاتو څړګندونه ده د شورو پ?? ورځ د كركيلي څانګې پرمختګ لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو پ?? مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي ??زي?? شوكت ترين٬ خاص مرستيال معيد يوسف، ډاکټر شهباز ګِل، جمشېد اقبال چيمه او اړوندو چاروكو ګډون وكړو او د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګدون كولو۔ د ??زي??اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ??زي??اعظم ووئيل اېګري ډېش بورډ به په وخت پرېكړه كولو له مرستياله وګرځي، اېګريکلچرل ټرانسفارمېشن پلان غذائي خپلواكۍ پلو وړومبے ګام دے٬ غونډه د غذا??ي تحفظ ډېش بورډ د فعاليت او د اېګريکلچرل ټرانسفارمېشن پلان د پېشرفت نه خبر ??ړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شولد غذا??ي تحفظ ډېش بورډ غنمو لپاره په بشپړه توګه فعاله كړے شوے ، په ډېش بورډ كښې د تحصيل، ضلع، ډويژن، صوبې او د هېواد په كچه د غنمو د رسد او طلب اعشاريې موجود دي، ډېش بورډ سره به بيعې ٬ د اغستو څيزونو درآمد او د برآمدات موثره نګرانۍ سرهسره په وخت پرېكړه كولو له معاونت ترلاسه شي٬ د دې نه علاوه د ډېش بورډ د لارې به په زرعي تخمونو كښې د ناجائزه ګټې او د ذخيزه اندوزۍ د لارې بيعه كښې د جعلي اضافې رامخې ته كېدو نه پس د ذمه وارو پ?? ضد په وخت كاروائۍ كولو له هم مرسته ترلاسه شي او هېواد په په سباٶن كښې غذائي بحرانونو څخه وساتلے شي٬ په ډېش بورډ به هر ورځ اعشاريې درج كېږي چې ورسره به په هېواد كښې د غمنو د موجود پانګو رئيل ټائم ډېټا ترلاسه وي۔ غونډې ته ووئيل شول د غنمو نه پس په ډېش بورډ كښې د چينواو نورو غذا??ي تخمونو د شاملولو علم به هم ډېر زر بشپړ كړے شي۔ د دې نه پس غونډې ته په اېګريکلچرل ټرانسفارمېشن پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د فصلونو پېداوار زياتولو لپاره د اعليٰ معيار تخمونه باوري كوٶ٬ په دې مد كښې په هېواد كښې د تخمونو کمپنيو لپاره په قواعدواو ضابطو كښې د بدلونونو كولو نه پسبه يوازې د تحقيق په بنياد د اعليٰ معيار تخم وركوٶنكې كمپنۍ رجسټرډ كوٶ۔ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك منصو??ې له مخې پنجاب، بلوچستان او خېبر ??ښتونخوا كښې د اعلې تخم ويشلو پروګرام د پي سي ون منظوري هم وركړې شوې ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول كروندګرو ته د تخم رسنه باوري كولو لپاره کنزيومر سورسنګ اتھنټي سټي سسټم(Consumer Sourcing Authenticity System ) ډېټا به د سږ كال تر پائي بشپړه كړې شي۔ غونډه د چائنيز اکيډمي آف اېګريکلچر سائنسز سره د مرستې د پېشرفت نه هم خبر ??ړې شوه ٬ جديد ټېکنالوجۍ څخه به د كروندګرو د اېكړ په سر مصرف كمېدو سره سره پېداوار هم زيات شي او كروندګر به سوكاله شي۔ غونډې ته ووئېل شول په پنجاب كښې فور سينټرز آف ايکسيلينس جوړول، سندھ، بلوچستان او خېبر ??ښتونخوا كښې د تحقيقي ادارو پرمختګ او كروندګر په زرعي څانګه كښې د جدتونو څخه خبرول هم د منصوبې برخې دي٬ په منصوبه كښې د څاروو غوښه او د پيو پېداوار زياتولو لپاره جنياتي بهترۍ پلو هم خاص پاملرنه روانه ده٬ دې لپاره په حكومتي كچه درامدات لپاره جامع لائحه جوړېږي د كومې په سبب چې به نه يوازې پېداوار زياتولو ته پام وګرځولې شي بلكې د ځناورو پ?? ځائي كچه د نسلونو تحفظ او تحقيق سره به د پېداوار اضافه هم باوري كولې شي، څاروي ساتونكو كروندګرو لپاره 9211 معرفي كوٶ٬ پنجاب كښې دا بيا فعال كړے شوے او پ?? نورو صوبو كښې په دې پېشرفت روان دے٬ دغسې غونډه د خونه(زيتون) نالولو او د كسان كارډ د پېشرفت نه هم په تفصيلي توګه خبر ??ړې شوه