اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)خ??رج?? وز??ر شاه محمود قرېشي هيله څرګنده كړې چې برتانيه به كشميريانو ته د هند د استبداد څخه نجات وركولو او د دوي د خپلواكۍ جائز حق لپاره خپل موثر كردار ترسره كړي٬ نړيواله ټولنه دې افغانستان د انساني بحران څخه بچ كولو لپاره دوي سره بشري او معاشي مرسته باوري كړي۔د خ??رج?? دفتر وياند له مخې خ??رج?? وز??ر شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په لندن كښې د برتانيې خ??رج?? وز??رې الزبته ټرس سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د پاكستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده او د سيمه ايز سلامتيا پشمول په مهمو چارو خبرې وشوې۔خ??رج?? وز??ر شاه محمود قرېشي د برتانيې خ??رج?? وز??رې ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د پاكستان او برتانيې ترمينځه يې د دوه اړخيزه اړيكو استحكام او د برتانيې وز??رې سره په ګډه د كار كولو اشاره وركړه۔خ??رج?? وز??ر د برتانيې خ??رج?? وز??ره په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو او د منطقې امن ته د ورپیښو خطرو څخه خبر كړه او وې وئېل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د برتانيې په پارليمان كښې مباحثه د ستائنه وړ ده۔ دواړو خ??رج?? وز??رانو د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې۔خ??رج?? وز??ر ووئيل چې په اوسني صورتحال كښې د پاكستان وړومبۍ ترجيح په افغانستان كښې د پېدا كېدونكي انساني بحران څخه بچ كېدل دي۔ده ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د تېر وخت د غلطو څخه زده كړه كولو سره افغانستان يوازې پرې نه ږدي۔پاكستان د كابل څخه د لس زرو نه زياتو د غېر ملكي وګړو په حفاظت سر ويستلو كښې مرسته كړې۔خ??رج?? وز??ر د برتانيې خ??رج?? وز??رې ته د پاكستان او برتانيې د ستراتېژېكي مذاكراتو د پنځمې جاج اخستنې غونډې په اړه د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔