اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي زمونږ الېکټرانک ووټنګ مشین سره د كاغذ بېلټ پېپر هم موج??د دے ??و دا نظام د فلپائن په ټاكنو كې د كارول كېدونكي مشين نه زيات غوره دے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل د فلپائن ټاكنو كښې د الېکټرانک ووټنګ مشین كارولو تاريخ سره اړوندې شمېرې ډېرې مهمې دي۔ هغه ووئيل الېکټرانک مشین كارولو سره د رائې كارؤنكو باور كښې زياتوالې او الېکشن پټیشنز، د وژنې پېښو او تشدد كښې ښكاره كمې شوې۔ د شمېرو لمخې فلپائن كښې په كال 2007 كښې د روايتي كاغذ د لارې د شويو ټاكنو ??تي??ې 6 اونۍ وروسته اعلان كړې شوې وې او په كال 2010 او 2019 كښې د الېكترانك ووټنګ مشين د لارې د شويو ټاكنو ??تي??ې ووټنګ ختمدېو نه څو ساعته وروسته اعلان كړې شوې۔ فلپائن كښې په كال 2007 كښې 35 فيصده وګړو په ووټنګ باور ښكاره كړې ؤ او په كال 2010 او 2019 كښې د باور دا كچه 75 فيصده او 89 فيصده ته ورسېده۔ د كال2007 ټاكنو نه وروسته ټاكنې چېلنج كولو له يو زر پټیشنز جمع كړې شوي وو ??و د دې په مقابله كښې د كال 2010 ټاكنې چېلنج كولو له 49 ??و د 2019 ټاكنې چېلنج كولو له 11 پټیشنز جمع كړې شول۔ صدر ووئيل په پاكستان كښې هم د داسې بدلون په ليدلو به مونږ ته خوش??ال?? وشي۔ هغه ووئيل مونږ د ووټنګ مشين سره د كاغذ بېلټ پېپر نظام هم لرؤ ځكه زمونږ نظام د فلپائن نظام نه زيات غوره دے۔