دوشنبے17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د چين خارجه وزير وانګ يي ليدلي دي ۔دا ملاقات د جمعې په ورځ د اېس سي او شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په موقع شوے ۔په ملاقات كښې د پاك چين په دوه اړخيزه اړيكو٬سي پېك او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم عمران خان په ملاقات كښې د چين صدر او وزيراعظم لپاره د نيكو هيلو پیغام وركړو۔ده ووئيل پاكستان او چين يو بل ته نزدې او تزويراتي شراكتدار دي۔ده د كووېډ په مهال د چين د اړخه د پاكستان سره مرسته وستائېله۔وزيراعظم ووئيل سي پېك يوه ل??يه منصوبه ده٬دواړه اړخه د دې زر تر زره بشپړولو لپاره چمتو دي ۔وزيراعظم ووئيل امن ناك او مستحكم افغانستان د پاكستان او سيمې لپاره ضروري دے ٬پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره ل??يه مرسته كړی۔پاكستان او چين د يو كوټلي سيمه ايز اپروچ لپاره د افغانستان د شپږو هېوادونو غونډې رابللو له په ګډه كار كړے۔وزيراعظم ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د افغانستان اولس مرستې لپاره هڅې روانې ساتل وي او په افغانستان كښې د انساني بحران څخه د بچ كېدو او معيشت قوي كولو لپاره به اقدامات ك??ل وي۔په ملاقات كښې دې خبرې ته صلاحراغله چې دواړه اړخه به د اعلٰی كچې تبادلې او د شريكې خوښې په ټو??و چارو نزدې رابطې لري