اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) قومي اسمبلۍ بزګ كشميرې حريت لارښود سيد علي ګېلاني د كشمير د آزادې د هڅو عظيم سالار ګرځولو سره د هغه په مړينه خواشيني ښودلې او خپل ټول ژوند د مقبوضه كشميړ مظلوم اولس لپا??ه په وقف كولو ??و د هندي ظلمونو او جبر په مړانه مقابله كولو ئې هغه ته پېرزوينې وړاندې كړې دي. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان متفقه قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاكستاني اولس دا نمائنده ايوان د كشمير د آزادې د هڅو د عظيم سالار سيد علي ګېلاني په مړينه د غم??ازې څرګندونه كوي. د 92 كلونو په عمر كښې هغه د هند په بند كښې په حق ورسېدو. الله تعالٰی دې هغه وبخښي ??و د هغه درجې دې لوړې كړي. ده ووئيل چې مونږ د ده هڅو ته سلام وړاندې كوو، ??غه د كشمير د آزادې د تحريك روح روان و. هغه خپل ټول ژوند د آزادې هڅو لپاره وقف كړے و. ده ټول عمر د مقبوضه كشمير مظلوم اولس لپا??ه په هڅو كښې تېر كړو ??و د هندي ظلم او ستم ئې مقابله وكړه. ټول قوم د سيد علي ګېلاني بهادرې ??و د آزادې هڅو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي. ده ووئيل چې دا ايوان د هند لخوا د سيد علي ګېلاني جسد د كورنۍ څخه تښتولو او په اسلامي طريقه سره د هغه د تدفين نه كولو په سختو ټكو كښې غندنه كوي ??و د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې هند د داسې چالونو نه منع كړي ??و د مقبوضه كشمير مظلوم اولس ته دې د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې د سيد علي ګېلاني دا نعره چې ” مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے” د آزادې د هڅو نعره جوړه شوې ، په دې مونږ هغه د عقيدت سلام وړاندې كوو. قومي اسمبلۍ په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه