اسلام آباد۔08س??مب??(اے پی پی) د وزيراعظم وياند او ??صوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د سندھ سركار په سرپرستۍ كښې د روغتيا او ??ده كړو بجټ په كرپشن قربان شوے دے۔ د سندھ 52 فیصده كوچنيان د سكول نه بهر دي۔ پرچي سركار با??د دې ته خپل پام وګرځوي۔ په ګرد پنجاب كښې د نوې تعليمي كال پېل د پرائمرۍ په كچه د يو ډول نصاب نفاذ سره شوے۔ د دې خ??الاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د بلاول زرداري په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل پيپلز ګونډ د لسيزو نه اندرون سندھ كښې زده كړو ته پام نه دے ګرځولے۔ هغه وئيل اېن جي اوز ته پرېښودلے شوے د سندھ تعليمي نظام بربا??ۍ سره مخ دے۔ د سندھ 52 فيصده كوچنيان د سكول نه بهر دي۔ پرچي سكاري با??د دوئي ته پام وګرځوي۔ هغه ووئيل كه دوئي د زده كړو د اهميت نه خبر وې نو د زده كړو 50 سكيمونه به د 15 كلونو نه ځنډ سره مخ نه وې۔ د وزيراعظم د يو ډول نصاب نافذ كېدو خوب پېل پنجاب څخه شوے دے۔ يو ډول نصاب د 2 اګست 2021 نه ټولو پبلك ٬ پرائېوېټ سكولونو او ??يني مدرسو كښې نافذ دے۔