اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي حكومت ګوادر او كوئټه پېښه كښې ككړ ترههګرو شناخت كولو سره لو??ه كاميابي ترلاسه كړې۔د ګل په ??رځ خبري كنفرنس ته د كورنيو چارو وزير ووئيل ګوادر چاودنه كښې ځانمرګې بريد كونكو او په بله چاودنه كښې چې پكښې د اېف سي ډله په ??ښه كړې شوې وه٬د هغوي پیژندګلو شوې هغوي دافغانستان څخه راغلي وو۔ده ووئيل په ګوادر كښې ځانمرګې بريد كونكې د چينائي وګړو ګاډې په ??ښه كړې چې پكښې دوه كسان مړه او د يو چينائي وګړې پشمول څلور كسان ژوبل شوي وو دغسې د اتوار په ??رځ د يوې پوستې سره نزدې د كوئټې په ??ستونګ سړك ځانمرګي بريد كښې څلور كسان مړه او شل ژوبل شوي وو۔ده ووئيل د طالبانو د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې برخه ګرځېدلو خواهش يو مثبت علامت دے٬سي پېك د پاكستان لو??ه منصوبه ده دغسې چين او پاكستان د ورورولۍ اړيكې لري٬ده ووئيل د طالبانو قيادت باور راكړې چې د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد نه كارولې كېږي٬د طورخم په ??وله صورتحال د معمول له مخې دي او حكومت د طورخم په ??وله يا د هېواد په ??ومه بله برخه كښې د كډوالو ك??مپ نه دې لګولې۔ده ووئيل ټوله نړۍ د هند د دې شرم ناك حالت څخه خبر ده ځكه چې هغوي د افغانستان نېشنل ډائريكټورېټ آف سېكورټي جوړولو او تېرو 40 كلونو په ??هال په افغانستان كښې 60 ټرينګ ك??مپ جوړولو كښې د اربونو ډالره سرمايه كاري كړې۔ده ووئيل په افغانستان ك??ې امن د سيمې سره سره د نړۍ نورو برخو لپاره هم مهم دے۔ده ووئيل پاكستان به په افغانستان ك??ې امن او مستحكم حكومت لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل په افغانستان ك??ې امن او پرمختګ د پاكستان او په ??وله سيمه كښې د امن او پرمختګ لپاره ضرورې دې۔پاكستان په افغانستان ك??ې امن او استحكام غواړي۔ده ووئيل مونږ د نړۍ د ټولو هېوادونو څخه زياتې قربانۍ وركړې دي۔شېخ رشيد هيله څرګنده كړه چې نړۍ به امن او استحكام په ځاې ساتلو لپاره زمونږ قربانۍ ومني٬مونږ په سيمه ك??ې امن او استحكام لپاره كردار ترسره كوو۔