اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) خارجه و??ير مخدوم شاہ محمود قریشي وئيلي دي چې افغانستان د انساني المیے څخه بچ ك??لو لپاره د نړيوالي ورورولۍ مرستي ته اړتيا ده،نړيواله ورورولي دې په دې موقع افغانستان يواځي نه پريږدي او د هغوي معاشی معاونت دې روان وساتلې شي۔ د نهي په ورځ د المان خارجه و??ير هائیکو ماس سره په خارجه وزارت كښ?? شريك خبري كنفرنس ته وينا كښ?? شاہ محمود قریشی ووئيل سږ كالد المان سره زمونږ د سفارتي اړيكو 70 كاله پوره كيږي،په دې موقع مونږ د دې 70 كاله سفارتی رابطو په ښه ډول كښ?? د لمانځلو اراده لرو۔المان په اروپائي ائتلاف كښ?? د پاکستان تر ټولو لوئ تجارتی حلیف دے دغسې پاکستان كښ?? د المان 35 كمپڼۍ کامیابۍ سره كار كوي۔خارجه و??ير ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه د تجارت لا زياتولو پراخه موقعې شته۔ده ووئيل المان د سي پيك ترمخه خصوصی اقتصادی زونز كښ?? سرمایه كاري كولې شي،دې نه ځانله دفاعی څانګه كښ?? پاکستان او المان خپلو كښ?? ښه اړيكي لري۔شاہ محمود قریشي ووئيل دواړه اړخيزه اړيكي لا مستحکمولو له د ويزې جاري كولو كښ?? آسانۍ د مرستي سبب ګرځيدې شي۔پاکستان په اړه ټریول ایډوائزي كښ?? په ښه والي د المان حكومت مننه كوو،مونږ به ډير زر میونخ كښ?? قونصل خانه پرانيزو۔خارجه و??ير ووئيل مونږ د افغانستان په صورتحال په تفصیل سره د خيال??تو څرګندونه كړي۔خارجه و??ير ووئيل ما د المان خپل همڅنګ ته وئيلي چې پخپله د حالات جاج واخلي چې كوم چیلنجونه دي او اوګوري چې څه موقعې ترلاسه دي او د افغانستان يواځي پرېښودلو څه زيان كيدې شي ؟ افغانستان په تاریخ كښ?? دا يو نازك وخت دې۔نړيواله ورورولي دې د افغانستان معاشي معاونت لپاره راوړاندې شي او د تير وخت غلطو څخه دې زدكړه وكړي۔خارجه و??ير ووئيل مونږ د المان سره دوه اړخيزه اړيكي لا مستحکمولو لپاره شريكو هڅو روان ساتلو له لوظي يو۔د المان خارجه و??ير په خپل ریمارکس كښ?? د کابل څخه د المان پشمول د غیر ملکیانو راوېستلو كښ?? په مهم كردار د پاكستان مننه كولو س??ه ووئيل المان د افغانستان ګاونډي هېوادونو سره د افغانستان د حال??تو په وجه اثرات مقابله كولو كښ?? مرستې له چمتو يو۔ ده ووئيل زمونږ هېواد د چیلنجونو مقابله كولو كښ?? به دوي يواځي نه پريږدي۔ده ووئيل مونږ وړاندې هم د بشري همدردۍ په بنياد سل ميليونه يورو وركړې دي او د افغانستان ګاونډآ هېوادونو كښ?? بيلو منصوبو لپاره 500 ميليونه يورو لوظ مو كړې دې۔ده ووئيل المان د افغانستان مسئلې سره سره دوه اړخيزه اړآكو كښ?? د پاكستان سره نزدې مرسته كوي