اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) پاكستان د هندي ميډيا لخوا لائن آف كنټرول څخه تش د نامې ترهګرو مق??وضه كشمير ته د ل??ږلو رپورټ مسترد كولو سره وئيلي دي هند د پاكستان په ضد د دروغو كمپاين كښې بوخت دے او دا د ار??پائي ائتلاف په ډېس انفولېب رپورټ كښې په بشپړه توګه په ډاګه كړے شوے ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل 9 لکه نه زيات هندي سېكورټي اهلكار مق??وضه كشمير كښې موجود دي كوم چې د نړۍ تر ټولو لويو عسكري زونز كښې يو دے۔ هند په لائن آف كنټرول امنيت لپاره يو شمېر حصار جوړ كړې دي چې ورسره مق??وضه كشمير ته ننوتلو له كنټرول لائن څخه اوړېدل ناممكن شوي دي نو ځكه دا ډول تورونه هېڅ بنياد نه لري