اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) قامي اسمبلۍ رحيم يار خان بھون شريف كښې د مندر ويجاړولو پېښې په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړے۔ د حكومت لخوا د دې خبرې باور وركړے شو چې پا??ستان كښې به د اقليتونو د حقونو او د هغوي د عبادټ ځايونو تح??ظ باوري كولے شي۔ د پا??ستان آئين د اقليتونو د حقونو د تح??ظ ضمانت وركوي۔ وزیراعظم عمران خان د دې پېښې فوري نوټس اخستو سره پ?? دې كښې د ككړو عناصرو په سمدستي توګه د نيولو احكامات جاري كړي۔ د پا??ستان حكومت او اولس د دې پیښی سخته غندنه كړې۔ د پا??ستان په قامي بېرغ كښې سپين رنګ د اقليتونو د حقونو ضمانت دے۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ (ن) غړي کېسومل داس ووئيل رحيم يار خان كښې د هندو مندر ويجاړولو پېښه د غندنې وړ ده۔ كله چې ټول قام د هند لخوا كشمير كښې د پورته كړي يو اړخيزه ګام غندنه كوي نو په داسې حالاتو كښې دا ډول پېښې د افسوس وړ دي۔ د تحريك انصاف غړي جے پرکاش ووئيل بھون شريف كښې ګنيش مندر سوزولے شوے د دې پېښې غندنه كوؤ۔ هغه ووئيل د اړوند مندر امنيت دې باوري كړے شي۔ وزيراعظم ټويټ كړے۔ د شپې د دې اېف آئي آر شوے۔ پوليس ولې غلي او تماشګير پاتې شوي ۔ داخله وزارت دې هم د دې نوټس واخلي۔ دې نه وړ??ند?? د كرك مندر پېښه رامخې ته شوې وه۔ زمونږ د ټولو مندرونو امنيت دې باوري كړے شي۔ په داسې چارو د پا??ستان بدنامي كېږي۔ د پی ټی آئی غړي لال چند ووئيل اسلام د داسې پېښو اجازه نه وركوي۔ داسې ګامونو سره د هېواد بدنامي كېږي۔ وزيراعظم د دې نوټس اخستے٬ دې نه وروستو اېف آئي آر درج شوے ٬ په دې كښې ككړو كسانو له به سزا وركولې شي۔ سپريم كورټ هم نوتس اخستے۔ مولانا عبدالاکبر چترالی د دې پېښی غندنه كولو سره ووئيل پا??ستان كښې ځينې عناصر وخت په وخت د اسلام بدنامولو له داسې پېښې رامخې ته كوي۔ د حكومت د رټ نشتوالي له امله داسې فسادونه كېږي۔ اسلام د امن دين دے۔ مونږ د اقليتونو د عبادت ځايونو احترام كوؤ۔ د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) غړي جمال الدين ووئيل جمعيت ټول عمري د دې ډول پېښو غندنه كړې۔ د اسلام په نامه جوړ شوي هېواد كښې جوماتونه هم ويجاړولې شي۔ د اېم كيو اېم غړې كشور زهره ووئيل اېم كيو اېم د قائداعظم په پا??ستان باور لري۔ مونږ د دې پېښی غندنه كوؤ۔ صلاح الدين ووئيل دا پېښه د افسوس وړ ده د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ مونږ دا ترهګري ګڼو۔ داسې پېښې مدرسو سره تړل د غندنې وړ دي۔ وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري ووئيل وزيراعظم د دې پیښی پخپله نوټس اخستے۔ آئي جي ته ئې د ككړو عناصرو نيولو احكامات جاري كړي۔ د پوليس په ناراستۍ ئې د كارروائۍ كولو هدايت كړے۔ د بشري حقونو وزارت د رحيم يار خان انتظاميې سره پ?? تماس كښې دے۔ وزيراعظم د دې مندر د بيا رغونې احكامات جاري كړي۔ په دې معامله بايد سياست ونه كړے شي۔ صوبائي حكومت هم په دې كارروائي كوي۔ وزير مملكت علي محمد خان ووئيل دين كښې زبردستي نشته۔ مسلمان كه د غېر مسلمه حقونه سلب كړي نو نبي كريم (ص) به د قيامت په ورځ د دې پخپله پ??ښتنه كوي۔ څوك دا حق نه لري چې هغه د چا د عبادت ځاے ته زيان ورسوي۔ څوك هم چې دې پېښه كښې ككړے دے انسان نه دے۔ د حكومت لخوا علماﺀ كرامو د دې پېښې غندنه كړې۔ اقليتونو ته باور وركوم چې مونږ په دې معامله ټول متحد يؤ۔ مونږ پخپله د بابري مسجد فرياد كوؤ۔ ده ووئېل كشمير كښې چې څه كېږي په دې ټول پا??ستاني وګړي كشميري اولس سره ولاړ دي۔ د حكومت او اپوزيشن لخوا د دې پېښی غندنه كوؤ۔ مونږ به د هندو ورورولۍ مرسته كوؤ۔ زمونږ عدالتونه ٬ مدرسې د داسې پېښو په ضد اودرېږي او زمونږ په ګاونډي هېواد هند كښې عدالتونه د بابري مسجد په ډول پېښو كښې انصاف نه كوي ٬ دغتله اقليتونه پ?? نخښه كولې شي۔ په دې موقع هغه قرارداد وړ??ند?? كړو چې دا ايوان د بھون شريف رحيم يار خان كښې د مندر ويجاړولو پیښې سخته غندنه كوي او د غم په دې وخت كښې هندو ورورولۍ سره ولاړ دے۔ وزیراعظم عمران خان هم د دې پېښې سخته غندنه كړې او دې كښې د ككړو كسانو خپل انجام سره د مخ كولو ئې هدايت كړے۔ د پا??ستان آئين د اقليتونو د حقونو بشپړه تح??ظ كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د دې لوظ پخلے كوي چې پا??ستان كښی به د اقليتونو د عبادت ځايونو تح??ظ باوري كوي۔ په دې مسئله حكومت او ټول اولس متحد دے۔ اسلام د اقليتونو د حقونو بشپړ تح??ظ كوي۔ دا ايوان اقليتونو ته د دوي د حقونو د بشپړ تح??ظ باور وركوي