بیجنګ۔20جولائی(ا?? پی پی) چينائي مسلمانانو او چين كښې مېشته پاكستانيانو او نورو اسلامي هېوادونو سره تعلق لرونكو مسلمانانو د نهې په ورځ د ل??يے اختر اولنۍ ورځ مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځله۔ چين كښې د پاكستان سفير معين الحق ٬ سينئر سفارتكارانو ٬ عهدېدارانو ٬ تجارانو ٬ استاذانو او زده كوؤنكو د سفارت په جومات كښې د اختر لمونځ وكړو۔ په دې موقعه پاكستاني سفير خپلو وطن والو ته مباركي وركړه۔ ځائي مسلمانانو او انډونيشيا ٬ مصر ٬ سوډان ٬ ايران ٬ افغانستان او بنګله دېش سره تعلق لرونكو مسلمانانو هم لويے اختر مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځلو۔ په كال 996ء كښې جوړ شوي د چين پلازمينې بي??نګ تر ټولو پخواني نيوجي جومات كښې ځائي او ګ?? شمېر غېر ملكي مسلمانانو د اختر لمونح ادا كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په چين كښې نزدې دوه كروړه مسلمانان دي۔