اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټې غونډه د زيارت پ?? ورځ د قومي اسمبلۍ په سېكرټرېټ كښې د كمېټې چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه په مشرې كښې وشوه. خارجه وزير شاه محمود قريشي په غونډه كښې په خاص توګه ګډون وكړو. په غونډه كښې د كمېټې د تېرو رپورټونو د عملدرآمد، د افغانستان اوسني صورتحال او د امريكائي ځواكونو د وتلو اعلان نه پس د پېدا كېدونكو اثراتو جا?? واخستل شو. په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې زه به هڅه كو?? چې د قائمه كمېټې په هره يوه غونډه كښې ګډون وكړم او د كمېټې غړي ??ه باور كښې واخلم. د بريفنګ مقصد د پارلمان ګوندونو مشران د افغانستان بدلېدونكي صورتحال په اړه په اعتماد كښې اخستل او د دوي د رايو څخه استفاده كو?? و. خارجه وزير ووئيل چې په دې لړ كښې څو ورځې وړاندې د قومي سلامتيا كمېټې په غونډه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو غړو ته مفصل بريفنګ وركړے شو. ده ووئيل چې په راتلونكي وخت كښې هم چې كله پارلماني ګوندونو ته د پالېسې په كو??ه معامله د وضاحت ضرورت وي، انشاء اللہ هغوي به بريف كو??ې شي.