اسلام آباد??1جولائی(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وئيلي دي د ماحولياتي بدلونونو په مېرمنو اغېز په حقله په پالېسيو كښې سقم لا هغسې موجود دے كوم به چې لرې كول وي۔ زما وزارت په دې لړ كښې ??ار كوي او دا اړخونه به ماحولياتي بدلونونو سره د اړوندې پالېسۍ برخه جوړولې شي۔ دا خبره هغې د زيارت په ورځ د تل پاتي پرمختګ پالېسي ادارې (اېس ډی پی آئی) ترسېوري لاندې د ماحولياتي بدلونونو د لاسه د مېرمنو نقل مكانۍ په سرخط د رپورټ اجراﺀ په موقع وكړه۔ هغې ووئيل د ماحولياتي بدلونونو په مېرمنو اغېز د سړو نه بدل وي د دې ادراك ضروري دے۔ هغې ووئيل زده كړو او مالي وسائلو ته ر??ېد?? نه غېر د مېرمنو خپلواكه جوړېدل ممكن نه دي۔ له دې امله به مونږ له مېرمنو ته د زده كړو او ملازمت موقعو وركولو ته پام ګرځول وي۔ د كلائمېټ اېكشن نېټ ورك ساؤتھ اېشيا ډائرېكټر سنجے وشسټ په دې مهال خپلو خبرو كښې ??وئيل مونږ له به د ماحولياتي بدلونونو له امله د نقل مكانۍ سيمو ته په نړيوال تناظر كښې ??تل وي۔ هغه ووئيل په سوئيلي آسيا هېوادونو كښې د روغتيا ٬ زده كړو ٬ غذائي تحفظ او د نورو څانګو په اړه د ماحولياتي بدلونونو سخت منفي اغېز رامخې ته كېږي او په مېرمنو او كوچنيانو دا اثرات لا زيات دي۔ دستورې ته د اېس ډی پی آئی نورو اعلی چارواكو هم وېنا وكړه۔ خپله وېنا كښې ??غوي د رپورټ په بېلو اړخونو رڼا اچولو سره پالېسي اقدامات كښې ??ه وخت د مېرمنو ضرورتونو ته په خصوصي توګه د پام ګرځولو په حاجت زور راوړو