اسلام آباد 21جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن٬د حكومتي او مخالفې ډلې مشرانو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سينئر لارښود سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپ?? پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل هېواد د يو مدبر سياستمدار او مونږ د يو ښه ملګري څخه محروم شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ??رو??ښاد د هېواد سياست او پسمانده طبقو لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د عثمان خان كاكړ په مرګ ډېر خفه شوے يم۔د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې لوي څښتن دې ??رو??ښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي د غمرازۍ په خپ?? پېغام كښې غم جنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې غم جنې كورنۍ له صبر او ??رو??ښاد له لوړې درجې وركړي۔په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم هم د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سينئر لارښود عثمان خان كاكړ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپ?? پېغام كښې ده ووئيل د ??رو??ښاد به د خپل ګوند لپاره خذمات تل ياد ساتلے شي۔عثمان كاكړ په مرګ ډېر خفه شوې يو۔په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ??رو??ښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني د پخواني سېنېټر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سينئر لارښود عثمان خان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ??رو??ښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د مخالفې ډلې مشر ووئيل ??رو??ښاد به په ايوان كښې د پسمانده طبقو حقونو لپاره غږ پورته كولو٬د هغه په مرګ لويه سياسي خلا راپېدا شوې كومه به چې چرې هم ترسره نه شي۔