اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د وفاق المدارس العربيه عمومي سېكرټري او نوموړي ديني عالم قاري حنيف جالندهري د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كړے ۔د خبرو اترو په مهال د مسلمانانو ترمينځه اتحاد٬د مذهبونو همغږۍ پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير شاه محمود قرشېي ووئيل څنګه چې په مسجد اقصٰی د بريد پېښه رامخې ته شوه نو د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې مونږ د دغې ظلمونو مخ نيوي لپاره د او آئي سي په پليټ فارم د شريكې لائحې اختيار??لو او د غږ پورته ك??لو پريكړه وكړه ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د او آئي سي د ايګزېكټو كمېټۍ په وخت ?? بېړنۍ غونډې رابللو په اړه د سعودي قيادت د ستائنې وړ دے۔د فلسطين په معامله”د ډزبندۍ” په شكل مونږ په ابتدائي مقصد كښې كاميابه شوي يو ۔د فلسطين په اړه د مل??رو ملتونو هيومن رائټس كونسل خاص غونډه كښې د او آئي سي لخوا پاكستان قرارداد وړاندې كړے او په فلسطين كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو د پلټنو ئې غوښتنه كړې ۔قاري حنيف جالندهري خپلو خبرو كښې ووئېل په بې ګناه فلسطينيانو د روان اسرائيلي ظلم له امله ټوله اسلامي نړۍ سخت ??ضطراب سره مخ وه چې كوم ډول پاكستان تركيې او نورو اسلامي هېوادونو سره په ګډه د مل??رو ملتونو په اسمبلۍ كښې غږ پورته كړے هغه د ستائنې وړ دے۔قاري حنيف جالندهري په دې مهال مقبو??ه جمو او كشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او د هند جارحيت په موثره انداز په نړيوالو فورمونو پورته ك??لو او په ښه خارجه پالېسۍ خپل??لو خارجه وزير له مباركي وركړه